Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, February 14, 2013

mp3 او tv مبائل وغیره دلارې سجده تلاوت نه لازمیږی؟



السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته،
زما یوه پوښتنه ده وروره،
که یوڅوک قرآنکریم دټیف یا یوبل څه دلارې د آډیوپه شکل اوري اوهغه ته څه معلومات نه کیږي چې ویونکی قاري صیب دسجدې ځای ته ورسید او کنه اویاکه قاري صیب دسجدې دځای څخه واهم وړي پدې اوریدونکي هم شجده دقران شته اوکنه؟
هیله ده وروره چې دپوښتنې ځواب راکړې ډېره مهرباني به موي
نوردرته ښه وخت غواړم الله مو جنتي کړه اوپه علم کې دې الله نوربرکت هم واچوه.



ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانه وروره !
 
دتلاوت سجده
دتلاوت معنی ده لوستل دقرآنکريم په ځنو آيتونو په اوريدلو او لوستلو چې د تلاوت سجده واجبيږي دغه ته سجده تلاوت وايی .
حکم:
د سجدی د آیت په اوريدلو او لوستلو دواړه سجده تلاوت واجبيږي .
په قرآنکريم کې ټول څوارلس مقامونه دي چې په اوريدلو او لوستلو يې د تلاوت سجده واجبيږي دغه مقامونه په قرآنکريم په نښه شوی دی .
د سجده تلاوت وخت اوطريقه : که په لمانځه کې د سجدی کوم آيت ولوستل شي نو فوراً به الله اکبر ووايې سجده به وکړی الله اکبر به ووايې قيام ته به لاړ شي په کوم ځای کې يې چه قرأيت پريښی وي له همغه ځای نه به يې شروع کړی .که امام وي نو ټول مقديان به ورسره يو ځای سجده کوي
او که د لمانځه نه بهر تلاوت کوي دسجدی آيت ولولی بهتره خو داده چې فوراً سجده تلاوت وکړي خو که له ختم څخه ورسته وشي هم صحی ده ،که په ناستی سره د تلاوت سجده وشی هم روا ده
که پر يو ځل ټول ختم وشي بيا ټولی سجدی يو ځل وشی هم روا دي .
طريقه يې داده : بې دلاسونو پورته کولو الله اکبر ويل سجدې ته تلل دری ځله سبحان ربی الاعلی ويل ورسته الله اکبر ويل او پورته کيدل نه پکې قعده شته او د سلام ګرځول .
سجده تلاوت بدون له مکروهه وختونو نور هر وخت کول يې روا دي .
 
د سجده تلاوت شرط :
د لمانځه لپاره چې کوم شرطونه دي همغه شرطونه د تلاوت سجدی لپاره هم دي په هغه څه چې لمونځ فاسديږي په هغه سجده تلاوت هم فاسديږي .
مسائل :
۱- که د سجدی تلاوت يو آيت په واروار په ناستی ناستی يا ولاړه يا تلو راتلو لکه حافظان ولوستل شي يوازی يوه سجده واجبيږي خو که ځای او وخت بدل شي بيا بله بله سجده کول واجب دي .
۲- که مقتدی د سجدی آيت ولولی په هغه باندې نه واجبيږي په زړه کې ويلو او ليکلو باندې سجده نه واجبيږي .
۳- د سجدی له مقام څخه مخکې او ورسته ويل او دسجدی آيت پريښول مکروه دی .
۴- په خفيه لمانځه کې داسې سورت لوستل ندې پکار چې په هغه کې د تلاوت سجده وي او هم د جُمعی او اخترونو په غټو جماعت کې  لوستل په کار نه دي ځکه چې د ځنو مقتديانو د لمانځه د خلل سبب ګرځی (علم فقه ج ۲ ص ۱۸۱ ).
 
  یادونه : لیکن د ټایپ رېکاډر او mp3 او tv مبائل وغیره دلارې سجده تلاوت نه لازمیږی .
او که قارې صیب په  ژوندې
بنړه لږی وې تلاوت کوې نه بیا بهتره ده چه سجده تلاوت وه شی .
 ـــــــــــــــــــــــــــ
(۱): کما في البدائع الصنائع: فَكُلُّ مَا هُوَ شَرْطُ جَوَازِ الصَّلَاةِ مِنْ طَهَارَةِ الْحَدَثِ وَهِيَ الْوُضُوءُ وَالْغُسْلُ... فهُوَ شَرْطُ جَوَازِ السَّجْدَةِ ؛ لِأَنَّهَا جُزْءٌ مِنْ أَجْزَاءِ الصَّلَاةِ...الخ. ج۱،ص۴۴۰ طبع: رشیدیة
 
(۲) : وفي الهندیة: ثُمَّ إذَا أَرَادَ السُّجُودَ يَنْوِيهَا بِقَلْبِهِ وَيَقُولُ بِلِسَانِهِ : أَسْجُدُ لِلَّهِ تَعَالَى سَجْدَةَ التِّلَاوَةِ اللَّهُ أَكْبَرُ : ج۱،ص۱۳۵ الباب الثالث عشر فی سجود التلاوة،طبع: رشیدیة
 
(۳): فَإِذَا أَرَادَ السُّجُودَ كَبَّرَ وَلَا يَرْفَعُ يَدَيْهِ وَسَجَدَ ثُمَّ كَبَّرَ وَرَفَعَ رَأْسَهُ وَلَا تَشَهُّدَ عَلَيْهِ وَلَا سَلَامَ ، كَذَا فِي الْهِدَايَةِ ، وَيَقُولُ فِي سُجُودِهِ : سُبْحَانَ رَبِّي الْأَعْلَى ثَلَاثًا. فتاوی الهندیةؤ ج۱، ص۱۳۵، الباب الثالث عشر فی سجود التلاوة،طبع: رشیدیة
 
(۴): وفي البحر الرائق: وَمِمَّا يُسْتَحَبُّ لِأَدَائِهَا أَنْ يَقُومَ فَيَسْجُدَ لِأَنَّ الْخُرُورَ سُقُوطٌ من الْقِيَامِ وَالْقُرْآنُ وَرَدَ بِهِ...الخ، ج۲، ص۲۲۳، طبع: رشیدیة
 
(۴):یہے نیت ہے کہ می سجدۂ تلاوت ادا کرتا ہول اللہ اکبر کہہ کہ سجدے ہے چلا جاہے اور سجدے مے تین بار سبحان ربی الاعلی کہے اللہ اکبر کہہ کر اٹو جایۓ بس یہے سجدہ تلاوت ہے کہڑے ہوکر اللہ اکبر کہتے ہوئے سجدے مں جانا افضل ہے اور بیٹے کرلے تو بہے جائز ہے ۔آپ کے مسائل اور آن کامل ۔ج۲،ص۳۳۲ مکتبة: لدهیانوي .


 
 
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
  28. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  29. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  30. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  31. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...

  32. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...

  33.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  34. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  35.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...

  36. دښاغلي فیسبوک سره مرکه   ليكوال: تاج محمد تمکین  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User