Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, December 16, 2012

په پښتو کي د قرانکریم تفسيرونه او ترجمې



ليکوال سيد محبوب شاه ساجد

پښتوژ به کي دالله جل جلاله  د سپېڅلي او تل پاتي کلام قران عظیم الشان دمعنا ژباړه او تفسير خورا لرغونى تاريخ لري، هغه داسي چي د پښتو د ديني عالمانو د خوا د شپږمي هجري پېړ ۍ څخه راپه دې خوا په پښتو  ژبه کي د قرانکريم ترجمه پيل سوې ده، خو تر دولسمي هجري پيړۍ پوري د قرآن مجيد بشپړه ترجمه او تفسير نه و  ليکل سوي بلکي د يوه يادوو سورتونو ترجمه به سوې وه لکه د کهف ،يسين، يوسف او داسي نورو سورتونو خو ددې وروستـــه د قرانکريم پوره ترجمه او تفسيرونه ليکل سوي دي چي په لنډه توګه يې لوستونکوته معرفي کوو:

تفسير افضليه: پــه لومړي ځل په پښتوکي د قرانکريم پوره اوبشپـــړه  ترجمه په کال ۱۱۷۳ هـ ق کي مولانا رکن الدين   رحمة الله علیه  د تفسير افضليه په نام وکړه داپه پښتو ژبه کي لومړی تفسير و اوپه همدغه موده کي شاولي الله محدث دهلوي رحمة الله علیه  د فتح الرحمن په نوم په  دري ژبه د قرانکريم ترجمه وکړه چي په دري  ژبه کي هم دا لومړی تفسير اوترجمه ده تفسير.

بدرالمنير: دا پښتو تفسيرد پيښور په سيمه کي د مرحوم مولوي دوست محمد خټک په قلم په کال۱۲۷۵ هــ ق په پيښورۍ لهجه ليکل سوى دئ.

تفسير يسير: دا پښتوتفسيردمرحوم مولوي مراد علي رحمة الله علیه  ننګرهاري په قلم په کال ۱۲۸۲ هــ ق کي ليکل سوى او په دوه ټوکه کي چاپ سوى دئ ترجمه يې جمله په جمله روانه اوعام فهمه ده.

ظاهرالتفسير: دا پښتوتفسير د مرحوم مولانا عبدالودود سرحدي رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۳۲ هـ ق ليکل سوى دئ.

تفسير افغاني: دا پښتو تفسير د مرحوم مولوي عبدالروف کاکړ رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۳۲ هـ ق کي ليکل سوى دئ .

تفسير تيسير: دا پښتوتفسير دمرحوم قاضي عبداللطيف رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۳۹ هــ ق کي ليکل سوى اوپه همدغه  موده کي د نواب افضل پښتو تفسير د يا د وني وړدئ . 

تفسيرحبيبي: دا پښتوتفسير د مرحوم حبيب الرحمن رستمي رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۷۶هــ ق  کي په پيښورۍ لهجه ليکل سوى دئ . 

تفسيرکشاف القرآن: دا پښتو تفسيرد محترم حافظ محمد ادريس توروي په قلم په کال ۱۳۴۵ هـ ق کي په پيښورۍ لهجه  ليکل سوى او په دوه ټوکه کي چاپ سوى دئ.

پښتو تفسير: دا تفسیر د مرحوم شهيد مولوي  عبدالوهاب کندهاري رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۴۷هـ ق کي ليکل سوى دئ.

پښتو ترجمه اوتفسير: دا تفسيردمرحوم مولوي عبدالحق دارمنګي رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۲۵ هـ ق کي په پيښورۍ لهجه ليکل سوى دئ.

نوي پښتو تفسيرونه  وترجمې

عزيز التفا سير: دا په پښتو ژبه  کي يو لوى شهکار اومهم تفسير دئ چي د محترم مفسرالقرآن مولوي سلطان عزيز( عزيز) ننګرهاري صاحب لخوا په خوږه ،روانه عام فهمه اومعياري پښتو ليکل سوى دئ چي د ليکلو د پيل نيټه يې د کال ۱۳۶۹ هـ ش څخه پيل  او په کال ۱۴۲۶ هـ ق-۱۳۸۴  هـ ش کي  پای ته رسېد لې ده چي ليکلو يې اوولس ۱۷کاله وخت په برکي نيولي دى او په کال ۱۴۲۹ هـ ق – ۱۳۸۶هـ ش کي د لومړي ځل لپاره په د يارلس ۱۳ ټوکه کي چاپ سو داتفسير په پښتو ژبه کي تراوسه لوى اوجامع تفسير دئ چي لاندي ځانګړ تياوي يې د يادوني وړدي .
 

د تفسير طريقه يې : د تفسير طريقه اوطرز يې د سلفوصالحينو او ثقه مفسرينو غوندي په لاندي ډول ده:
 
الف: دقرآن کريم تفسير په قرآن کريم سره.
ب : د قرآن کريم تفسير د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په احاديثو سره.
ج : د قرآن کريم تفسير د صحابه کرامو رضي الله عنهم په اقوالواو ترهغو را لاندي د معتبرو اولويومفسرينو په اقوالو سره ،خود دې تر څنګ يې دعربي لغت اوعربي ژبه او نور قوانين هم په تفسيرکي د پامه نه دي غورځولي . د مشکلو آيتونوپه تفسير کي يې د معتبرو   مفسرينو تفسيرونه د حوالي سره را نقل کړي دي اوپه پاي کی يې ځينو او يا يوه تفسير ته ترجيح ورکړې ده ،خو اکثره يې د جمهـورو  رايي تـــــه  ترجيح ورکړې ده.
هــ : د متشابهاتو په هکله يې تګلاره د اصحابو رضي الله عنهم اوسلفو صالحينو ده. 
و:  د اسرائلياتو څخه بيخي پاک دي.
 ز: فني اصطلاحات يې په ساده ژبه تشريح کړيدي .
ح : د معاندينو اعتراضاتو ته يي غاښ ماتوونکي ځوابونه ويلي دي.
ط: داهل سنت والجماعت دعقايدو يې کلـــــکه دفاع کړې ده.
ک: د لوستونکي په ذهن کي چي کومي احتمالي پوښتني پــيدا کيـږي هغه يې جواب کړيدي.
ل: د شان نزول او دسورتونو ترمنځ يـــې  د ارتباط يادونه کړيده.
 م : د لغاتو معنی،صرفي او نحوي تحليلونه يې کړيدي.
ن : فقهي احکام، دفقهاووآراء او په پای کی يې د خپل حنفي مسلک فيصله ذکر کړې ده.
س : د تفسير ليکلو په جريان کي د معتبرو او ثقه مأخذونو او مراجعو څخه استفاده کړې ده چـــي شمېريې (۱۴۹) ته رسيـږي.

احسن الکلام تفسير: دا پښـــتو تفسير د شيــخ الحديث مفسر مولانـــا عبدالسلام (رستمي) په قلم د کال ۱۴۱۰ هـ ق څخه تر کال ۱۴۱۷ هـ ق په پيښورۍ لهجه  ليکل سوى او په ۹ ټوکه کي چاپ سوى دئ. ترجمه اوتفسير يې روان ،آسان، اوعام فهمه دئ د اسرئلياتو څخه پاک دئ، د مشکلو آياتو نو پـــه تفسيرکي يې د مفسرينو په اقوالو اوتفسيرونوکي يوه تفسيرته ترجيح ورکړېده اوپه دې وروستيو کـــي مختصرسوى دئ اود دارالاســلام عربــي ادارې دخوا په ۲ ټوکه کي په ښه ثقافت سره چاپ سوى .

تفسير بخاري: د پښتو تفسير په (تفسيرالبخاري) سره نومول سوی دئ چي د مولانا سيدکرم شاه الحسيني پيښوري په قلم په کال ۱۳۷۵ هـ ق کي په پيښورۍ لهجه ليکل سوى دئ.تصوفي اشارې ئي هم دتفسير په هکله درا نقل سوو رواياتو او اقوالوپه څنګ کي ذکرکړي دي،داهل سنت والجماعت عقايدوتشريح  ، د لغاتونو معنی، عقيدوی اوصوفيانه بحثونه  اوځني اخلاقي مسائل يې ښه څېړلي دي.

تفسيرلامِثال: دا پښتو تفسير دښاغلي عبدالله فاني پيښوري پـه قلم په پيښورۍ لهجه ليکل سوى دئ .تفسير يې  آسانه او روان دئ اوپه څلور ټوکه کـي چــــاپ سوى دئ .

٢: د نورو ژبو تفسيرونه چي په پښتو ژباړل سوي دي

کابلی تفسير: دا تفسير په کال ۱۳۲۳ هـ ش کي دهيواد دجيدو علماوو د يوه هيئت ترنظر لانـدي دشيخ الهند محمود حسن ديوبندي رحمة الله علیه  د ترجمې اوتفسير او فوائد موضح الفرقان د شيخ الهند شبير احمد عثماني د يوبندي رحمة الله علیه  د اردو ليکني څخه په پښتو او دري ژباړل سوى دئ اوپښتو يې په پنځه ټوکه کي په کابل کي چاپ سو پښتو يې معياري ،خوږه او روانه ده او د پښتو مختلفي لهجې يې هم په پام کي نيولي دي .
 
او د دوهم ځل لپاره د سعودي عربستان د حکومت لخواپه دوه ټوکه کي په ښه ثقافت سره چاپ او ووېشل سو همدغه پورتنـي تفسـير ته په کـال ۱۴۱۰ هـ ق کي د مفتي محمد شفع رحمة الله علیه د زوى محمد ولي رازي لخوا د موضوعاتو عنوانونه، اوفهرست ورکړل سو او د هـغه څـخه وروسـته د ښـاغلـي عبدالمالک مهندي حقاني په قلم پښتو ژبي ته په پيښورى لهجه وژباړل سو په کال ۱۴۲۹ هـ ق کي په دوه ټوکه کي چاپ او په تفسير عثماني سره ونومول سو همدا تفسير په کال ۱۳۸۸ هـ ۱۹۶۷ م کي د ښاغلي تنسيم الحق کاکا خيل په قلم په پيښورۍ لهـجه ژباړل سـوي اوپه تفـسير عثماني سره نومول سوۍ دۍ او پرهمدغه تفسير د مولوي عبدالعزيز کاکړي کندهاري لخوا په پښتو ژبه کي څه زیاتوني سوي دي او د التفسـير کندهاري په نامه په کال ۱۳۲۷هـ ش کي په دوه ټوکه کي چاپ سوى دئ. 

تفسير معارف القرآن: دا تفسير د مولانامحمد شفيع رحمة الله علیه  په قلم ليکل سوى دئ. په دې تفسير کي د قرآن کريم د لنډي ترجمې اوتفسير په څنګ کي، د آيت شان نزول، د سـورتونو تر منځ ارتباط ، د سورتونو فضائل ، فقــــهي مسائل ، د آيت په هکله د مفسرينو اقوال ،نبـــوي آحاديث ، د موضوعاتو عنوانونه ، د معترضينو د اعتراضاتو رد، د ګمراه فرقو غندنه ،تصوف او نور مسائل ذکر سويدي دا تفسير هم د ښاغلـــي ډاکټر قاضي مبارک، ښاغلي مولانا ګل برهـــان سواتي، او مولانا سيف الحنان لخوا په ګډه په پښورۍ لهجه پښتوته ژباړل سوى دئ او پـــدې وروستيو وختونو کي په کندهارۍ لهجې ته هـــــم آوښتى دئ دا ډېر معتمــد اوثــــــقه تفسـير دئ.
 

د قرآن کريم پښتو لنډي ترجمې

 د قرآن کريم ټکي په ټکي روانه ترجمه : دا پښتو ترجمه د محترم مولوي جانبازســـر فراز په قلم په کال ۱۴۲۵ هـ ق کي ليکل ســـوې ده او  په کال ۱۳۸۵ هـ ش کي چاپ سوې ده تر جمـــه يې په دووکرښو يو لفظي ټکي په ټکي او بلـــه روانه ترجمه ده پښتو يې روانه،خوږه، اومعياري ده اومختلفي لهجې يې هم له پامه نه دي غورځولي د معتمدو تفسيرونو او ترجمو څخه يې استفاده کړېده او په ځينو ځاينو کي يې د ځينو کلمود ښه وضاحت لپاره لنډه حاشيه هم ليکلې ده د ترجمې په پای کي يې د ماخذونو فهرست موجــود دئ.

روانه او اسانه ترجمه : دا پښتو ترجمه د محترم مولوي فاروق غلجي په قلم ليکل سوېده په کال ۱۳۸۶ هـ ش کي چـــــاپ سوېده ترجمـــه يې په يوه کر ښه کي په روانه او معياري پښتو کي کړېده او په ترجمــــه کي يې د معتمدو تفسيرونواو ترجموڅخه استفاده کړېـده .

تعليم القرآن: دا پښتو ترجمه د مرحـوم ډاکټر محمـدديـن په قـلم ليکل سوېده او په کـال ۱۳۸۱ هـ ش کي چــــاپ سوېده ترجمه يې په دوو کرښو کي يوه لفظي اوبله روانه ده اولهجه يې پيښورۍ ده.

تعليم الفرقان: دا پښتو ترجمه د محترم فروفيسرشفيق الرحمن په قلم په پيښورۍ لهجه ليکل سوېده او په کال ۱۳۸۷ هـ ش کي چاپ سوېده اوپر دې سربيره د قرآن کريم پښتو ترجمې او تفسيرونه په سي ډيانو کي هم سته چي دهغې جملې څخه په صوتي بڼه د قران کريم  د ترجمې او تفسير خپرونه کوم چي عام، اوخاص نارينه، اوښځينه،لوستي ،اونالوستي ،سهار، اوماښام ګټه ترې اخستلاى سي دالقران الکريم خپرونه ده چي دتعليم الاسلام ولسي راډيو څخه په اوونۍ کي پنځه ورځي د شنبې څخه ترچهارشنبې دسهار په مهال په ژوندۍ بڼه او د ماښام په مهال په ثبتي ډول نشرته سپارل کيږي. اوس نو پر پښــتـنو ده چــي د دغو پښــتو تفسيرونو او ترجمو څخه خپله ديني علمـي تنــده   ما ته کړي.
 
ماخذ: د تعلیم الاسلام مجله لومړی ګڼه : تعلیم الاسلام ولسي راډیو
 

 
ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User