Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, August 19, 2012

تاسو ملګرو ته اختر مبارکی په کمو الفا ظو وایی را شی دې ځای نه الفا ظ کاپی کړې

خلک څنګه اخترونه لمانځی؟

تاسو ملګرو ته اختر مبارکی په کمو الفا ظو وایی را شی دې ځای نه الفا ظ کاپی کړې

او که تاسو سره نور الفاظ وې مونږ او ملګرو سره یی شرېک کړې


دغه پاڼه مو تاسې لوستونکو ته ځانګړې کړې ده.

خپله يې وچلوئ، خپله پرې پيغامونه خپاره کړئ.

خپله له يو بل سره پيغامونه تبادله کړئ.

خپله خپلو خلکو او وطنوالو ته د اختر مبار کۍ ورکړئ.

همدارنګه له دې پاڼې څخه خپل سيمه ييز اختري دودونه له نورو لوستونکو سره شريک کړئ.
که په بهر کې اوسئ، په کوربه هېواد کې د اختر د نمانځنې دودونه او رسمونه راته وواياست.

که عکس لرئ، د اختر په اړه مقاله لرئ، شعر يا ترانه او هر څه چې تاسې فکر کوئ د اختر په اړه ګټور دي، نو په ايمېل يې را ولېږئ او موږ به يې د اختر په ځانګړې پاڼه کې د يو مستقل مطلب په شکل درته خپو کړو.
hadawal.web@gmail.com
نيكمرغه اختر مو مبارك شه.



ستاسې برخه خالي ده !
 ______________________
اختر مو مبارک شه !

د ژوند به اوږدو کی ډیر د خوشالی ډک اخترونه ولری

اخ

ت

ر

دې مبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــارک شه

عید سعید فطر را برای تمامی مسلمانان جهان و به خصوص مردم افغانستان تبریک عرض میدارم .
__________________________
کوچنی اختر دی ټولو ته مبارک وی! الله دی وکړی چی دا اختر د سولی او خوشحالی په پیغام لرلو سره پیل شی...
 
------------------------------
ګرانو دوستانو زه په خپل وار سره د کوچنی اختر مبارکی وړاندی کوم هیله ده چی د اختر شپی ورځی په خوشحالی سره ولنماځی
-------------------------
کوچنۍ اختر مو مبارک شه!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ستر څښتن الله تعالي د وکړي چي روغ،جوړ او د خوشحاله ژوند خاوندان وی. د روژي مبارکه او نيکمرغه مياشت مو په خير پاي ته رسيدلي؛روژي،لمونځونه ،تلاوتونه بلکي ټول طاعتونه او عبادتونه مو الله تعالي په خپل دربار کي قبول کړي وي ،
زه تاسو ته د راتلونکي کوچني اختر مبارکي د زړه له کومي وړاندي کوم.
او هم دې لوي څښتن تعالی دی زموږ او ستاسو د ژوند هره شيبه لکه د همدې اختر په څير د خوښۍ باعث وګرځوي.
دټول اسلامي امت بالخصوص د افغانستان د ځوريدلي ملت او بالخصوص ستاسو د تل پاتي خوشحالي او آرامي په هيله.
کوچني اختر مو بختور شه
--------------------------
ټولو هیوادوالو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم الله(ج)دی وکړي چی ددی اختر له برکته زموږ ګـران وطن افغانستان کي سوله رامنځ ته شي.
---------------------
عيد سعيد فطر را به تمام دوستان عزيز و كرامي از صميم قلب تبريك و تهنيت ميكويم . عيد با بركت مملو از خوشي هاي فراوان براي تن تن تان از باركاه ايزيد متعال خواهانم. خداوند به بركت اين عيد مبارك اتحاد، صلح، اخوت و برادري را در كشور عزيز ما افغانستان حكمفرما نمايد . زنده باد افغانستان كشور دليران و رادمردان و أزادي خواهان.
-----------------------------
دوستانو سلامونه او د نيکمرغه کوچني اختر مو مبارک سه. هيله ده چي دغه کوچنی اختر به په افغانستان کي د سولي خوشالۍ او نيکمرغي اختر وي. بيا مو هم مبارک سه.
--------------------------
ټولو ورونو ته د کمکي اختر مبارکي وايم . او الله رب العزت زما او ستاسو کړي عبادتونه قبول کړي او د نورو عباداتونو توفيق دې را کړي .
 
------------------------------------
کمکي اختر دې د ستاسو او د ستاسو درنو کورنیو ته مبارک وی، پدې هیله چی د امن او سولي استازيتوب وکړی - پدې نیکمرغو ورځو کې کوښښ وکړی چی د هر مرور سره پخلا شی او د هر پخلا سره سلا شی او د نفرتونو دروازې تر ابده وتړۍ - یو ورځ رسول الله ص ویل چی په الله ایمان نلری، په الله ایمان نلری، په الله ایمان نلری تر هغو چی تاسو یو بل سره مېنه ونکړی - نو دوستانو ددې حدیث شریف په رڼا کې ځان وتلی چی ما او تا ددې ملغلرو څومره اطاعت کوو - وسلام
 
-------------------------
نن په پردو لارو پردو کوڅو جومات ته ولاړم
خو يوې لارې راله هم پيژندګلې رانه کړه

زه د لمانځه نه پس بهر يو شيبه ولاړ وم
دلته کې هيچا د اختر مبار کې رانه کړه

د هغه ځايه ډکې سترګې په سلګو راغلم
په ټوله لاره غورځيدمه په ټالو راغلم
-------------------
کوچنی اختر دې ټولو هیوادوالو لرو برو پښتنو او د نړۍ ګردو مسلمانانو ته مبارک وي
 
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
هیله ده چې دروژې مبارکه میاشت مو الله تعالی ته په عبادت، د نفس په پاکی، اود مسلمانانو په خدمت کې تیره کړي وي، او د ایمان له دغې سترې مدرسې څخه مو د بریالیتوب سند ترلاسه کړی وي، الله تعالی دې زموژ او ټولو مسلمانانو عبادتونه قبول کړي.ګرانو ورونو:
دا دی یو ځل بیا دروژې مبارکې میاشتې د رحمت څادر له مونږ څخه پورته کړ، او د بیا راتګ لپاره یې مخه ښه وکړه، خدای خبر چې بیا به دغه دعبادت ارزښتناک موسم کې زموژ قسمت وي او که نه، د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې رخصت سوه چې د نورو یولس میاشتو لپاره یې موژ ته په صبر، استقامت او ایمانداری روزنه راکړه ، تر څو د الله تعالی عبادت په پوره عزم او ارادې سره ترسره کړو
الله ج دی دااختر زموږ اوستاسی او دنړی دټولومحکمو مسلمانانو دحاکیمت اوبرلاسی زریعه وګرزوی
 
________________
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
نيکمرغه کوچنی اختر مو مبـــــارک شه
الله تعالی مو ټول عبادتونه قبول کړه
الله تعالی مو د ژوند هره ورځ اختر کړه.
 
 
 
----------
 
بسم الله الرحمن الرحیم
درنو او پتمنو وطنوالو او داسلامی امت عزتمنو بچیانو
السلام علیکم ورحمة الله وبركاته

د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له کبله تاسو ټولو درنو او پتمنو هیوادوالو ورونو او خویندو ته که د هیواد دننه او که بهر یاست مبارکي وایم د روژي د بختوري میاشتي ټول عبادتونه او تراویح مو د الله په دربار کښي مستجاب شه او د هغي په برکت له لوي خدایه غواړم چي زمونږ پر ولسونو ریښتیني او د خوشحالیو ډک اخترونه راشي چي نه پکښي ویر وي او نه پکښي رړه بږنوونکي ناخوالي .
  ------------------------------
 

اختر مو مبارک شه داچه د روژی مبارکه میاشت مو په طاعت او عبادت و لمانځله او داسلام دغه ستره فریضه یعنی ددغی مبارکی میاشتی روژه مو په خیر او موفقیت سره سرته ورسوله ددی هم تاسو ته مبارکی وایم هیله مندیم چه د اختر مبارکی ورځی په خیر خوښی او عافیت سره تیری کړی او دعا کوم چه پاک رب جلت عزمته دی راتلونکی اخترونه په داسی حال کی په مونږ او تاسی راولی چه مونږ او تاسی او ټول اسلامی امت داسلام ستر شریعت په غیږ کی د امن استقرار سولی،ثبات او سوكالي د نعمتونو څخه ګټور ووسو.
والسلام علیکم ورحمة الله وبركاته
د ګران هیواد افغانستان د سوکالي آبادي او سرلوړي په هیله.
-----------------------------------------

عزیزان گرامی عید بزرگ سعید فطر را به تمام شما تبریک عرض میکنم و پروردگار عالم طاعات و عبادات شمادر ماه مبارک رمضان قبول کرده باشد از خداوند متعال، ارامی صلح دایمی برای افغانستان عزیز ارزو دارم
دوستان عزیز
حلول عید سعید فطر را از صمیم قلب برایتان تبریک میگویم و از درگاه ایزد متعال تمنا دارم تا روز های مبارک عید را با دوستان و فامیل های محترم به خوشی سپری نمایید به فلسفه عید که همانا اخوات ،برادری ،دوستی و محبت ورزیدن بهم دیگر است متکی باشیم امید طرف های در گیر قضیه افغانستان این شهامت را داشته باشند تا درین روز های خجسته خون مردم مظلوم افغانستان نریزانند و اینرا بدانند که دروازه های بهشت بروی جنایکاران همیش بسته است

----------------------------


Happy Eid Mubarak TO All MUSLIMS!!
I wish you a very happy and peaceful Eid. May Allah accepts your good Deeds.
and may this EID bring joy and happiness in your life! Wish you lots of love, joy and happiness.
May the blessings of Allah fill your life with happiness and open all the doors of success.
I pray that Allah *swt* accepts the prayers of us all and brings peace and unity in all Muslim countries...
EID MUBARAK to the occupied Palestine, the bleeding Kashmir, the oppressed Turkistan, the war ravaged Chechnya, the colonized Iraq, the conned LIbya, the unstable Egypt, the ignored Somalia, the stabbed Syria, the ever unheard Ingushetia and Daghestan, the deep scarred Bosnia and Kosova, the neglected AFGHANISTAN. You are all in my Dua. May Allah bless us all with happiess, love and durable peace. Ameen
 
 
----------------------------------------------
 
ملګرو اختر مو مبارک شه او تر څنګ یی الله ج مو روژي لمنځونه تراويح او ټول عیبادتونه په خپل لوی دربار کی قبول او منظور کړی .امین
 
-----------------------------------------
زه تاسو ستاسو درني او پتمني كورني ته د كوچني اختر مباركي وايم خداي پاك دي ستاسو روژي او عبادتونه په خپل در باركي قبول اومقبول كري هيله لرم چي د مبار كي روژي په خاطر په أفغانستان كي سؤله او اتفاق راولي
 
---------------------------------------
 
ملګرو که چا داختر لمنځ نه وی کړی نو ځانونه دخیره تیاروي چی په ورځو او که چا کړی وی نو الله ج دی په خپل لوی دربار کی قبول او منظور کړی، مونږ او تاسو ده الله ج دي روژو او اخترونو ته ژوندی او صیحتمند لري.
----------------------------------
سلامونه درنو ملګرو، تاسو ټولو ملګرو ته او ستاسو درنو کورنیو ته د وړکی اختر مبارکی وایم. الله تعالی دی زمونږه ټولو روژی قبولی کړی او ګران افغانستان ته دی لوی څښتن تعالی امن او ارامتیا راولی.
-----------------------------------
ګرانو اختر مو مبارک شه !
تاسو قدرمنو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایم عبادتونه، دعاګانې او روژې مو د الله په دربار کې مستجاب غواړم هیله ده چې دغه اختر ټول افغان ولس او اسلامي امت ته د خوښۍ، خوشحالۍ، نیکمرغۍ او سولې اختر وي او د ستر رب دربار ته د دعا لپه پورته کوم چې د همدې مبارک مناسبت له برکته په افغانستان کې سراسري سوله، امن، خوښي او خوشحالي را مینځ ته شي. امین
--------------------------------------
 
نېکمرغه کوچنى اختر مو مبارک شه!
له خپلې درنې کورنۍ او دوستانو سره خوشحاله شېبې ولرئ
راځی دا دعا وکړول چی:
یا الله دا اختر زمونږ د جهل اخری اختر وګرځوه
یا الله د ا اختر زمونږ د علم او عرفان د شروعاتو اختر وګرزوه
یا الله دا اختر زمونږ غریبه او مظلومه پښتنو په خاوره او وطن د جنګونو دا لړی ختمه که
یا الله دا اختر زمونږ د سولی او نیکمرغی د پیل اختر وګرزوه.
امین
------------------------------------------------
 
نېکمرغه کوچنى اختر مو مبارک شه!
له خپلې درنې کورنۍ او دوستانو سره خوشحاله شېبې ولرئ
راځی دا دعا وکړول چی:
یا الله دا اختر زمونږ د جهل اخری اختر وګرځوه
یا الله د ا اختر زمونږ د علم او عرفان د شروعاتو اختر وګرزوه
یا الله دا اختر زمونږ غریبه او مظلومه پښتنو په خاوره او وطن د جنګونو دا لړی ختمه که
 
 
--------------------------------------
 
 
سلامونه مي قبول كري دوستانو تاسو تولوته دزره له كومي دكوچني اخترمباركي وايم اوالله تعالى دي ستاسي طاعات اوعبادات قبول كري اوالله تعالى دي به أفغانستان كي واقعي اسلامي نظام اوامن راولي .. 
 
---------------------------------
 
 
ټولو دوستانو، خپلوانو، همکارانو، وطن دارانو، ملګرو او همدا راز ټولو مسافرو افغانانو ورونو او خویندو ته د کمکې اختر د را رسیدو له امله د زړه له تله مبارکې وایم. هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور
 
-----------------------------------
 
 
ټولو هغه ملګرو ته چې په هېواد کې دي او هغو ته چې له خپل خوږ کور کلي لرې دي د ګوچني اختر مبارک وړاندې کوم،اختر مو مبارک شه او هره ورځ مو اختر.
 
-------------------------------
 
 
ټولو دوستانو ، عزيزانو او درنو هېوادوالو ته د کوشني اختر د رارسېدو په وياړ د زړه له کومې مبارکي وايم . څښتن تعالی مو ټول د روغتيا ، سلامتيا ، خوشالۍ او سوکالۍ په جامو کې پټ لره .
 
 
---------------------------------------
 
 
 
ګرانو ملګرو سلامونه اونیکې پیرزوینې مې ومنې
هیله ده چې دخپلو کورنیو د غړو سره به روغ جوړ اوخوشحاله یاست
دنیکمرغه کوچنې اختر د رارسیدو په ویاړ تاسې ته اوستاسوپه مټ ستاسو ددرنو کورنیو غړو ته مبارکې وړاندې کوم
اخترمو مبارک شه
خدای ج مو روژې ، لمونځونه ، تراویح ، عبادتونه او دعاګانې قبولې کړه
آمین
د اخترپدې بختورو ورځو کې دخپل کور کلې غریب او ناداره خلکو سره د اختر خوشحالې شریکې کړې انشاالله تاسو به هم د اختر نه خوند واخلې .
اخترمو بختور شه هره ورځ مو د اختر شه
 
-------------------------------------
 
 
 
 
 
 
 

 
 
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User