Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 9, 2012

جنين په رحم کې دننه په درې تیاروکې وده کوی


د انسان پیدایښت

پرالله (ج) باندې ایمان دانسان پام په قرآن کې دخلقت بیلابېلو بېلګو ته راګرځوی لکه آسمانونه، ژوی ، نباتات، انسان اونور اوله انسان نه غوښتل شوی چې په دې هلکه ځیرنه  وکړی.

موږتاسو پیداکړۍ بیا ولی تصدیق نه کوی؟ (الواقعه ۵۷)

دقرآن اعجاز په بېلابېلو آیتونو کې ښکاره دی ځینو آیتونو داسې شیان یاد کړی چې په اوومه میلادی پېړۍ کې ناممکن ووڅو چې انسان پرهغو پوه شی. لکه :انسان له ټولې منی څخه نه بلکه له یوې برخې نه یې جوړشوی.
۱ـ دنرنطفه دماشوم دجنسیت ټاکونکی دی.
۲- دماشوم رشیم دیوې غواږۍ (حلزون) په څېر دمور پررحم نښلی.
۳-جنين په رحم کې دننه په درې تیاروکې وده کوی.

د منى څاڅکی Semen :


من
ى د مور دوجود په دننه کې خوځښت لری څو تخمې ته ورسېږی. ددوسووپنځوس میلیونو سپرمونو له ډلی څخه چې په منی کې شته یواځی  یوزریی دښځې تخمې ته چې دنېمی مالګې په کچه  وی ځان رسوی. دغه موضوع دقیامت په سورې کې یاده شوې ده. 
آیا یوه نطفه له انزال شوی منی څخه نه وه (القيامه ۳۷).

په دې ځای کې وینو چې  الله (ج) روښانوی چې انسان له ټولې منی څخه نه بلکې دمنی له یوې لږې برخی نه جوړشوی. اودا هغه موضوع ده چې په شلمه پېړۍ کې روښانه شوې.         

دمنى مخلوط:

دمنی مایع یواځې دسپرمو درلودونکی نه وی بلکې دبېلابېلو مایعاتو یو مخلوط وی چې په خصیو اودپروستات دغدې په منوی کیسواودبولی مجرا په نورغدو کې موجود وی. چې تجزیه یی جوتوی چی هغو کې سپرم ، ویتامین سی ، کلسټرول، فلاوین، شکر ، دلیموجوهر، پروستاګلادین، فاسفولیپید فاسفيت، جست، هيالورنيديز اونورې اجزاوی وی.  دغه مایع بیلابېلې دندې لکه سپرموته دانرژۍ جوړول، درحم دخولې دسیمې دتیزابی چاپیریال خنثی کول ، دسپرم دحرکت لپاره دیوه ښویدونکې تګلوری جوړول اونورې لری.چې دغه موضوع په سلګونه کاله مخکې قرآن یاده کړې. 

 موږ انسان دمختلطې نطفې له اوبو نه خلق کړ (الانسان ۲).

اوپه یوه بل آیت کې دمخلوط جوهر نه دانسان پرخلقت ټینګار کوی:

 هغه وخت مو دهغه نسل د یوې بیقدرې مایع له لنډیز یا جوهر څخه جوړکړ (السجده ۸).

دسلالې کلمه یعنې دیوه شی اساسی اومهمه برخه یعنی دهغه جوهر.

دماشوم جنسیت:

تردې نژدی وختو پوری خلکو فکر کاوه چې دماشوم جنس دښځې له لوری ټاکل کېږی ( اوزموږیوشمېرخلک اوس هم په همدې باوردی) اوکله هم فکر کیده چې دواړه هم مور هم پلار دماشوم په جنسیت اغېزه لری. خو قرآن مجید روښانه کړې چې جنسیت دنارینه دمنی له څاڅکی نه نشأت کوی.

اوهغه دنارینه اوښځینه جفتونه پیداکړل دنارینه له نطفې نه چې توېږی. (النجم ۴۵-۴۶).


آیا په لومړی سر کې یوه نطفه دمنی له جنسه نه وه . بیا هغه نطفه تړلې وینه شوه اوپه پای کې یی جوړه اوپیداکړه اوله هغه نه یی دوه جنسه نر اوښځه مېنځته راوړل (القيامه ۳۷-۳۹).

دمالیکولیر بیولوژی اوجنتیک علم پرمختګ ددغو معلوماتو پرریښتینوالی داعتراف جوګه شوی دی . په شمله پېړۍ کې دا پوهه لاسته راغله چې دماشوم جنسیت دنر دسپرمو د حجرو له مخې ټاکل کېږی . دجنسیت دټاکلو عامل کروزمونه وی . شپږ څلویښت کروزومونه دانسان دجوړښت ټاکونکی وی چې له هغو ډلې نه یی دوه عدده دجنسی کروزومونو په نامه یادېږی. دغه جنسی کروموزمونه په نارینه وو کې Yو X او  په ښځوکې Xاو X دی (چې دشکل دورته والی په خاطر په دې حرفونو نومول شوی )  د X کروموزوم ښځېنه او د Y کروموزم دنارینه ځانګړتیاوې لېږدوی.
دیوه انسان یا یوه ماشوم نوی جوړیدل ددغو کروموزمونو ددوو دانو له یوځای کیدو نه چې په نارینه اوښځوکې دجوړې په توګه وجود لری صورت نیسی .دښځې جنسی حجره په دووحجروویشل شوې چې هریوه   یی یواځې ښځینه ځانګړنې لری. په داسې حال کې چې د نارینه جنسی حجره کله چې ویشل کېږی دوه ډوله بېلابېل سپرمونه جوړوی چې یو یی    د X کروموزوم اوبل یی د  Y کروموزم لری.کله چې دښځې هګې چې د   X  کروموزوم لری   د  X کروموزم درلودونکی سپرم سره یوځای شی ماشوم د  XX  کروموزومونه لری یعنې چې نجلی به وی . اوکله چې دښځې تخمه چې یواځې د X  کروموزوم لری کولای شی د  Y کروموزم درلودونکی سپرم سره یوځای شی چې ماشوم په دې توګه  YX  کروموزومونه وی یعنی هلک به وی.
نو دماشوم جنسیت دنارینه دسپرموله لارې ټاکل کېږی. په داسې حال کې چې په زیاتو ټولنو کې فکر کېده چې دجنسیت ټاکل دښځېه  له لوری وی .اوښځې دنجونو په زېږولو ملامتېدلې.
څوارلس سوه کاله مخکې قرآن دغه ناوړه دود  رد کړی اوداسې موضوع یی بیان کړه  چې موږ یی ایله اوس په حقیقت باندې پوه شوی یو.

هغه عقله چې په رحم پورې نښلی:

که هغو موضوعاتو ته چې په قرآن کې یادشوی ښه ځیر شو ډیرو مهمو موضوګانو باندې به پوه شو. کله چې دنارینه سپرم دښځې له تخمې سره یوځای شی دیوه ماشوم دجوړیدو بنسټ ایښودل کېږی . دغه واحده حجره دزايگوټ Zygote  په نامه یادېږی چې په دوام داره توګه تکثر کوی اودغوښې په یوه ټوټه چې درشيم Embryo په نامه یادېږی بدلېږی چې دغه پړاوونه دمایکروسکوپ له لارې لیدل کېږی.  دغه  رشيم آزاده نه پاتې کېږی بلکې ځان درحم پردیوال نښلوی اوپه هغه کې رېښې ځغلوی چې ښه کلک شی. اودهمدغو ریښوله لارې خوراکې مواد چې د ودې لپاره ډیراړین وی دمور له وینی نه اخلی.
بیا نو دا دقرآن یوه بله معجزه ده چې په رحم باندې د رشیم سریښېدوته اشاره کوی.
خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ.
انسان یی له علق (تړل شوې وینې )نه جوړکړ. (العلق ۲).
 د"علق" کلمه کله چې یو شی په بل شی ونښلی مانا لری دغه کلمه غواګی یا حلزون چې په نورو ژوو ځان نښلوی اودهغو وینه زبېښی په  مانا هم راغلې.
په ډاډمنه توګه د مور د رحم دتوضیح لپاره ددې کلمې کارونه یواځې دالله کلام کیدلای شی چې خالق دټولو کلمو دی.

پرهډوکو دعضلو پوښونه:

هغه مهم معلومات چې قرآن برابر کړی ، دمورپه رحم کې دودې پړاوونه دی.


بیا مو نطفه علقه کړه اوله علقې نه مو شلېدلې غوښه جوړه کړه اوله هغې شلېدلې غوښې مو هډوکی اوبیا مو پرهډوکو عضلی وپوښلې اوبیا مو یو بل خلقت رامېنځ ته کړ(المؤمنون ۱۴). 

امبريولوژى Embryology  داسې علم دی چې دمورپه رحم کې دماشوم دودې پړاوونه ترڅېړنې لاندې نیسی. تردې نږدې وختو پورې دامبریولوژی پوهانو فکر کاوه چې هډوکی اوعضلې یوځای جوړېږی ، په داسې حال کې چې میکروسکوپیکوڅېړنو وښودله  چې په قرآن کې شرح شوی پړاوونه بشپړدقیق اوسم ویل شوی اووروسته له ډېرې مودې پوهه وتوانیده چې دقرآن دا ویل شوی حقیقت درک کړی.لومړی له غوښې نه چې دټولو نسجونو یو مخلوط وی یو غضروف جوړېږی چې وروسته بیا په هډوکې بدلېږی ، بیا وروسته دعضلو حجرې جوړېږی اوپه هډوکو خورېږی اوهغه پوښوی.
یوه پوهنېزه خپرونه دانسان دتکامل په نامه داسې وایی:  
"درشیم عمومی اسکلیت په اوومه اوونۍ کې دهډوکو په جوړښت سره څېره مومې اوبیا وروسته ډېر ژر دعضلو جوړښت پیلېږی .عضلې  بیا خپل سم حالت غوره کوی . دعضلو جوړیدل په اتمه اوونۍ کې واقع کېږی  " . لنډه داچې دانسان د ودې پړاوونه څه ډول چې په قرآن کې روښانه شوی د ننی امبریولوژی موندنو باندی دتایید مهر ږدی.

د مورپه رحم کې پړاوونه اوتیارې:

قرآن وایی چې ماشوم ددرې ګونو تیارو په پړاوونوکې پیداکېږی.

 تاسو یی پړاوپه پړاو دمور په رحم کې پیداکړی په درې ګونو تیاروکې (الزمر 6).

درې ګونې تیارې یا(ظلمات ثلث) درشیم دودې په بهیر کې عبارت دی له : دبطن یا نس په جوف کې تیاره
  1. درحم دننه تیاره
  2. دماشوم دغشا په مېنځ کې تیاره

ننۍبيولوژى ښکاره کړه چې درشیم اوماشوم وده څه ډول چې په مبارک آیت کې یاد ه شوې په درې پوښونو کې کېږی. برسېره پردې پوهې جوته کړې چې هریو له هغو نه له درې پوړونو پوښونو نه جوړشوی.د بطن یا نس پوښ دپوستکی ، دپوستکی لاندې اوعضلو پوښونه  دی .
  1. درحم پوښ دبهرنۍ برخې دعضلاتی برخې اودرحم دکورنۍ برخی چې رشیم په کې ځای په ځای کېږی جوړشوی دی. هغه پوښ چې ماشوم درحم په مېنځ کې په کې ځای په ځای شوی هم درې پوړه لری چې د  Amnion، Chorion و Decidua په نومونو سره یادېږی.

برسېره پردې پورتنی آیت کولای شی درحم په مېنځ کې دژوندانه درې پړاونوته اشاره ولری. چې دغه درې پړاوونه عبارت دی له : دوه نیمی لومړنۍ اونۍ یا درشیم دجوړیدو نه مخکینی پړاو، تراتو اوونیوپوری درشیم پړاو اوبیا تر زېږیدنې پورې جنینی پړاو.
۱- درشیم نه مخکې پړاو Pre-embryonic : چې دزایګوت په لومړی پړاو کې تقسیمېږی اودحجروپه یوه څانګه بدلېږی چې ځان درحم دیوال باندې نښلوی چې داحجرې په تدریجی توګه درې پوړه جوړوی.
۲- رشيمى پړاو Embryonic:  دغه پړاو پېنځه نیمی اوونۍ وی چې انساج اودعضویت بېلابېل غړی په مېنځته راتلو پیل کوی.
۳- جنینی پړاوFoetal: وروسته له اتمې اوونۍ نه وی چې په بشپړه توګه دیوه انسان له شکل سره ورته وی په داسې حال کې چې لومړی سر کې یواځې درې سانتی متره اوږدوالی لری دغه پړاو تر درې اوونیو پوری او دولادت تروخته پورې دوام مومی.

دمورپه نس کې دماشوم دودې په اړوند معلومات یواځې دمدرنو وسایلو له لاری په څېړونو امکان وموند خو قرآن لکه نورې په سلګونه موضوع ګانې دغه معلومات ډیروړاندې روښانه کړی.


د نطفې د صدور لومړنی موقیعت:

اوپه بل آیت کې دنطفې دجوړیدو په هلکه فرمایی:

له خوځېدونکواوبو څخه خلق شوی چې دملاتیراوپوښتیو له مېنځ نه راوځی(الطارق ۶-۷).
څوارلس پېړۍ مخکې دامبریولوژی علم نه وو اوددغو آیتونو په هدف سم څوک نه پوهېدل . کله چې ماشوم دمورپه رحم کې وی خصیې دهلک په جنین کې اوتخمدان دنجلۍ په جنین کې هلته چې پښتورګې موقیعت لری ځای پرځای وی یعنی د ملا د تیر اود پوښتیو په تقاطع کې چې وروسته بیا خپل اصلی موقیعت ته یعنې لږڅه لاندې راځی .
خصیی د ملا د تیر اوپوښتیو له مېنځ نه درحم په مینځ کې په دریمه میاشت لاندې خواته خوځښت کوی اوپه حوصله کی ځای نیسی. بیا له اوومې میاشتې وروسته لاندې راځی اودنس لاندینی جدار ته رسېږی اوپه نهمه میاشت دزېږېدنې وخت ته نږدې له نس نه دباندې په خپل اصلی ځای کی ځای نیسی. دقرآن دغه حکمت بله یوه معجزه ده.  


له اوبونه د انسان پیدایښت


الله (ج)
ټول ژوی له اوبو نه خلق کړی (النور ۴۵).

هغه داسې ‌ذات دی چې بشر یی له اوبو پیداکړ
(الفرقان ۵۴).

کله چې په دې آیت کې دانسان اونورژوو د پیدايښت ډول ګورو د قرآن په اعجاز به اعتراف وکړو. انسانان سلګونه کاله وروسته دمیکروسکوپ دجوړیدوله لارې پر دې پوه شول چې هرژوندی موجود له اوبو نه پیداشوی.
دژوندیو موجوداتو له پنځوسو نه تر نوی په سلوکې جوړښت له ابوشوی دی. بیولوژی روښانوی چې اتیا په سلو کې سايتوپلازم چې د هرحیوان دحجرې اساسی جز دی له اوبو جوړشوی اوسایتوپلازم په سلګونه کاله وروسته د قرآن له نزول څخه پېژندل شوی دی.

له خټې نه جوړښت




الله (ج)
په قرآن کې فرمایی چې انسان یی له خټې جوړکړی اوروح یی په هغه کې پو کړی دی.
 مونږ داله سریښناکې خټې څخه پیداکړل(الصافات ۱۱).

کله چې دانسان جسم ترمطالعې لاندې ونیول شی دا روښانېږی چې ټول عنصرونه چې په خاوره کې شته دانسان په بدن کې هم شته.ژوندی انساج پنځه نوی په سلوکې له کاربن، هايدروجن، اکسيجن، نايتروجن، فاسفورس اوشپږویشت نوروعنصرونو نه جوړشوی.

انسان مو دخټې له جوهر یا خلاصی څخه پیداکړ (المومنون ۱۲).

 د"سلالة" کلمه یعنې دیوشی بنسټېزه یا خلاصه برخه یعنی دهغه جوهر.دغه معلومات څوارلس پیړۍ مخکی قرآن کې ویل شوی چی اوسنۍ پوهه ایله اوس پرې پوه شوی ده.


د جنینو تنظیم Gene


له نطفې نه مو پیداکړ اوانډول مو ورته سم کړ. بیامو تګلوری ورته آسان کړ (عبس ۱۹-۲۰).

د "قدره" کلمه چې متناسب ژباړل شوی دی د قدر له فعل څخه اخستل شوی . دغه کلمه دتنظیمولو، پلانولو، طرحې اچولو، وړاندوینې اوپه پای کې دهرڅه لیکل په تقدیر کې دی.
کله چې  سپرم دتخمې پلار مور القاح کړه دواړه جینونه یوځای کېږی اود ماشوم د جسم ټولې ځانګړنې جوتېږی . هریو د دې زرګونو جینو څخه ځانته ځانګړې دنده لری . دسترګو درنګ ، دویښتو، ونې، څېرې اونورو جین ټاکل کېږی. برسېره پردې دعضویت په دننه کې د زرګونو بېلابېلو فعالیتونو فزیکی ځانګړنې مشخصېږی چې کنټرول یی په جینو کې لیکل شوی دی. لکه دوینی دفشار لوړیدل چې به جینو کې حک کېږی  . 
هغه لومړنی جین چې دسپرم اوورم له یوځای کیدو څخه مېنځته راځی د ډی .ان.ای  DNA مالیکول جوړوی چې دیوه چا ټولې نښې له لومړی سرنه ترمړینې پورې دکودنو په توګه کې ځایول کېږی. دغه مالیکول د داسې جینونو درلودونکی وی چې دحجرو په هسته کې ځای لری. لومړنۍ حجره دیادوشویو معلوماتو له مخې د DNA په ویشل کیدو پیل کوی. په دې توګه یو انسان جوړېږی. دیوه انسان د جوړښت تنظیم دیوه مالیکول یا      DNA له لارې صورت نیسی. دغه  ماليکول له کاربن، هايدروجن، نايتروجن او فاسفورس نه جوړشوی دی.
دمعلوماتو هغه ظرفیت چې په  DNA کې ثبت وی، پوهان یی حیران کړی . په یوه مالیکول کې شته معلومات دومره پراخ دی چې کولای شی یو میلیون دايرة المعارفونه چې هریو یی په زرګونه مخه ولری ډک کړی.
دپرتلې لپاره کولای شو ووایو چې دنړۍ ستر اوډیر معلومات لرونکی  دايرة المعارف  بريتانيکيا Britannica  دی چې درویشت ټوکه  اوپنځه ویشت زره مخه دی .په داسې حال کې چې یو مالیکول چې دحجرې په هسته کې له خپله حجرې نه هم کوچنۍ وی دنړۍ له ستر دايرة المعارف Encyclopedia نه څلویښت برابره ډیر معلومات په کې ځای شوی. یعنې چې دغه  دايرة المعارف به زر ټوکه ولری چې تراوسه ددنیا په هېڅ ځای کې نشته دا دانسانی بدن یوه بله معجزه ده چې ماتریالیستان اوهغه کسان چې دکایناتو خالق نه منی  دروغجن غلط اوډیرنادانه ثابتوی.
دDNA جوړښت په کال  ۱۹۵۳ ميلادى کې د فرانسيس کريک له خواکشف شوی په داسې حال کې چې په سلوګونه کاله مخکې قرآن هغه ته اشاره کړې وه .


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User