سلام  
یوسوال دی جواب راکره.یوه خورکولی شی چی دبلی خوردمیره سره تللی شی .
یعنی دوه خورگانی کولی شی چی دیوی خورمیره سره حج ته ولارشی

بشیر هډه وال

---------------------------------------------------

السلام علیکم ورحمة وبرکاته!

د اسلامي لارښود محترمو همکارانو ته د رب لا یزال څخه د دنیا او اخرت نېکمرغي، بریالیتوبونه او خوشحالی غواړمه. زما پوښتنه دا ده، چې زمونږ اکثریت پښتانه دا د ځان لپاره عار او د پښتنی دودونه خلاف عمل ګڼي چې څنګه له خپلوانو نامحرمو څخه پرده وکړي مثلاً د وریندارې، د ترور لوڼه، د تره لوڼه، د ماما لوڼه او خښینې (د خپلې میرمنې خور). او په ځانګړي توګه که د خښینې څخه د پردې په اړه که توضیحات راکړﺉ چې ځینې پکې وایي چې دا د موقتي خور حیثیت لري څه پروا نلري او همدا رنګه په کومو خبرو حرمت مساهره واقع کېږي، که په دې اړه مفصل ځواب راکړﺉ او همدارنګه د بې پردې توب د دنیا او اخرت زیانونه یې هم که ذکر کړﺉ مننه به مو وي. 

عمر خطاب سلام خیل


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

خينه به د خپل اوښي (د خور خاوند ) سره په عزت عفت ، وقار او اسلامې حجاب سره وړاندې والي کوي د هغه سره به خلوت ، سفر وغيره نه کوي ځکه چې اوښی نامحرم دی ، په دې مسئله کې ډير خلک تيروتي دي دوی فکر کوي چې د ښځې په موجوديت کې د هغه خور محرمه ده بلکي خينې سره مؤقتاً نکاح نه صحي کيږي او دا د الله جل جلا له  قانون دی چې دوې خوندې په يوه نکاح کې نه جمع کيږي .
قوله تعالی : وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ (النسآء ۲۳ )
ژباړه : او په عين وخت کې د دوو خوندو (نکاح کول هم حرام دي )
فقهاء کرام ددې مسئلې د پاره لاندې دلائل وړاندې کوي :
قوله تعالی : وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ ( النور۳۱ )
هغوی دې خپل سينګار او ځان جوړونه نه ښکاره کوي مګر ميړونو يا پلرونو يا د ميړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د ميړونو زامنو يا وروڼو يا ورېرونو يا خوريانو يا سيالو ښځو ته .
يعنې د ښځې د پاره خپل ميړه ، پلار ، خسر ، زوی ، بنزوی يا د خاوند زوی ، د ورور زوی او د خوی زوی محرم دي بغير ددې نور خپلوان غير محرم دي .
همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ». فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الْحَمْوَ؟ قَالَ: «الْحَمْوُ الْمَوْتُ». (بخارى:5232)
د بيگانو ښځو د خلوت (له هغه سره يوازې کښيناستل . سفر کول او نور ) څخه ځان وساتئ ، د انصارو څخه يوه کس پوښتنه وکړه : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوند د خپلوانو ( د خاوند ورور لېور ، د کاکا زوی ، د عمه زوی ) په اړه ستاسې نظر څه دی ؟ ويې فرمايل «هلاکت په همدې کې دی ».
امام نوي رحمه الله د مسلم شريف په شرح کې ليکي :
المراد بالحمو هنا أقارب الزوج غير آبائه وأبنائه،.
فأما الآباء والأبناء فمحارم لزوجته تجوز لهم الخلوة بها ولا يوصفون بالموت،.
يعنې د الحمو څخه د خاوند خپلوان غير له پلرونو او اولادونو مراد دي او هر چې د خاوند پلار ، نيکه او زامن دي د ښځي د پاره محرم دي چې هغه د الحمو په جمله کې نه راځي پاتي نور د خاوند اقارب غير محرم او د الحمو په جمله کې شامل دي .
او په همدې شان  د خاوند د پاره بغير له خواښې د ښځې خپلوان غير محرم دي .
و الله تعالی اعلم
ان شاء الله د بې حجابۍ او بې پردګۍ دنيوي او اخروي زيانونو په اړه پوره مفصل بيان چې د ښځو د ځانګړو احکام  دي وروسته خپاره شي او همدارنګه د مطاهرت احکام به هم ورسته راشي .


آن لاين اسلامې لارښود

 


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.