Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, October 21, 2011

انټــر نېټ څـنـګه پیــدا شو



انټــر نېټ څـنـګه پیــدا شو





سمسور خان (ظفرزی اهتمام)    
په ١٩٦٩ کال کې Arpanet يو داسې پر مختللې اجينسي وه. چې د امريکا په دفا ع وزارت کې وه. دغې ايجنسۍ څلور پايې کمپيوټر يو له بل سره وصل کړه، چې کار کوي که نه. په پای کې دغو کمپيوټرونو يو له بل سره networking يانې وصل شول او يو له بل سره يې ارتباط پيدا کړ داسې چې که په يو کمپيوټر کې کار وشي، نو موږ کولای شو، چې د بل کمپيوټر په وسيله هغه کار له هغه کمپيوټر څخه راواخلو او بل کمپيوټر ته يې را نقل کړو، نو د Arpanet اجنسۍ په دويم ځل باندې په ١٩٧١ کال نږدې ٢ درجنه کمپيوټرونه سره Connect يانې ونښلول او بيا هم Networking شبکوي پروګرام جوړ شو او په همدې ترتيب سره په ١٩٨١ کال ٢٠٠٠ کمپيوټرونه سره ونښلول شو او هغوی هم کار وکړ او د وخت په تېرېدو سره د شبکوي پروګرام لپاره يې پرزه جات او داسې نور مواد چمتو کړل او په پای کې انټرنېټ منځ ته راغی. د انټرنيټ په ادرسونو کې وروستنی لقب يا نوم راځي، چې ځينې يې مختلف وي، چې دغه نومونه د Domains په نامه يادېږي لکه net, org, biz, او com، چې د دې د تفصيل لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ: -  edu: دغه نوم يو غير دولتي موسسه کاروي. - net: دا ديو انټرنېټ لرونکې څانګې پورې اړه لري او يا د ټيلفون مرکز هم کولای شي، چې دغه نوم و کاروي.

په ننني ژوند کې انټرنيټ او د هغه ګټې:  

١._ E-mail عاجل پوست: د انټرنيټ له دې برخې څخه ډېر وګړي کار اخلي، که يو څوک وغواړي خپل خپلوان يو خارجي پوهنتون، دفتر او ملګري ته، چې هغوی خپل د انټرنېټ ادرس ولري، خط لېږلای شي په ډېره چټکتيا سره او ډېر اقتصادي، مثلا که چېرې يو خط موږ ترمريکا ته په ٣٠ کلدارو د پوستې د لارې ولېږو، نو هغه په درې يا څلورو ورځو کې رسېږي او د دې له لارې يې په ٥ يا ١٠ کلدارو لېږلای شي او په همغې شېبه کې.
۲. Telephone: مخکې په انټرنېټ کې د ټيليفون سهولت بلکل وړيا (free) و. خو کله چې د خلکو شمير ډېر شو، نو بيا د کارډ چې د Net2phone او داسې نورو په شکل راووته، په بيه شو. خو بيا هم د ښارونو د ټيليفونونو او P.C.O څخه درې يا څلور چنده ارزانه دی.
٣. د انټرنېټ په واسطه سره موږ کولای شو، چې د نړۍ د غټو غټو کتابخانو کتابونه مطالعه کړو او د نړۍ د غټو غټو مجلو او خبارونودنورو ويبلاکونو له خپرونو څخه ځان خبر کړو او همدارنګه د ځينو Audio او Video خبرونو له اورېدلو او ليدلو څخه ځان خبر کړو. مثلاً BBC او VOA خبرونه اورېدلای شو او د CNN خبرونه ليدلای شو.
٤ . Chatting: دا د انټرنيټ يو داسې په زړه پورې څانګه ده، چې موږ کولای شو، چې يو کس سره نېغ په نېغه خبرې وکړو او يا د ليکول په وسيله يو له بل سره دولتي او يا خپل مشکلات حل کړو. دا په داسې ترتيب سره کېږي. چې د Chatting وونکي کسان باید په  خپلو کمپيوټرونو باندې دغه پروګرام عيار کړي او بيا يو د بل نوم وټاکي او په ليکلو پيل وکړي. د بېلګې په توګه لومړی کس ليکي (How are  you?) نو بيا دغه جمله هغه بل کس ته لېږي (Send) و بيا هغه دويم کس ته دغه جمله په کمپيوټر کې ورڅي، نو هغه د دې جملې ته ځواب ور کوي، (Fine thanks, and you?) نو بيا دغه جمله بیرته لومړني کس ته رالېږي او په همدې ترتيب سره سوال او ځواب پيل کېږي . که تاسو کله Chatting کړي وي نو بعضی کسان  you پر ځی صرف U ليکی چت درې ډوله کېږي ټکس چت، وایس چت او ويب چت چې اخري ته  کمره او ګوشکي هم ورته اړين دي.  
٥. که چېرې موږ وغواړو، چې خپل ځان عکاسي کړو او يا خپل ځان مو په بهر کې خپلو خپلوانو ته نېغ په نېغه د انټرنېټ له لارې ښکاره شي، نو د دې لپاره به يو کوچنۍ( Camera Video) وډيو کامره اخيستل کېږي او له کمپيوټر سره نښلي او هر کله، چې د Chatting پروګرام په تماس دوه کسه پېل کوي، نوم د همغه کس انځو ر به په کمپيوټر کې ښکاره شي، کوم چې ويډيويې کامره له کمپيوټر سره نښلولې وه.٦. د انټرنېټ په واسطه يو انسان کولای شي، چې په بهرنيو هېوادونو کې ځان ته کار پيدا کړي، ځان پوهنـتون کې شامل کړي او يا د کوم پوهنتون درس تعقيب کړي.
٧. د انټرنېټ په واسطه کولای شو، چې د هر هېواد د حکومت، پوځ، تاريخ او داسې نورو شيانو په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړو .
٨. انټرنيټ تفريحي پروګرامونه هم لري. موږ کولای شو، چې سندرې، مختلف او ازونه او ځيني فلمونه پرې وګورو

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User