Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, July 1, 2011

آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟

 

آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟

زه دوه پوښتنی لرم
اول داچی د زینت په خاطر د مخ پلاستک سرجری جواز لری کنه؟ مثلا د یو سړی مخ ډیر ګونځی لری او ډاکتر ورته ووایی چی دا د پلاستیک سرجری نه بغیر بل علاج نه لری . نو پدی صورت کی آیا پلاستک سرجری راو ده کنه؟
بله پوښتنه داده چی د ویښتانو لګول یا کرل جواز لری کنه؟
ستاسو د جواپ په هیله
ستاسو مخلص
پکتیاوال


جواب : مولوي امين الله ازره وال
بسم الله الرحمن الرحيم
داول سوال ځواب:  
په مقدماتې توګه بايد ووايو چې داډول جراحې عمليات په څوډول ده :

الف: ضروري جراحي عمليات :
اسلامي شريعت الله تعالى ددې لپاره راليږلى دى چې انسانانو ته مصالح راجلب کړل شي اومفاسد ترې دفع کړل شي بلکې اسلامي شريعت سر ترپايه پر مصالحوباندې مشتمل دى اومصالح ددين ضرورياتو پور ې تعلق لري اوضروريات ددين پنځه ګونو مقاصدو دساتنې لپاره رواشوي دي چې هغه دين،نفس،عقل،نسل اومال دى نو اسلام ددې  شيانو ساتنه کوي په همدې اساس دا ډول جراحي عمليات هم دضرورياتو له جملې شول ځکه چې په دې سره دنفس ساتنه کيږي

داډول جراحي عمليات بيا په دوه ډوله ده
1- ضروري عمليات چې له ظاهري بدن سره تعلق لري لکه داعضاوو پيوندکول په دې کې شک نشته چي له دې ډول جراحي عملياتو سره زينت اوجمال رامنځ ته کيږي البته دلته مقصود اصلي جمال او زينت ندى په ضمني توګه زينت اوجمال رامنځ ته کيږي اوکه په قصدي توګه وي بياهم باک نه لري 
هغه جراحي عمليات دى چې له ظاهري بدن سره تړاو نه لري
ب: هغه عمليات دى چې  جراحت ته پکې  ضرورت نه وي لکه  په تمرين اود دوا په وسيله تجميل اوزينت حاصلول 
داسلامي شريعت له مخې ددې احکام

دا ډوول جراحېې عمليات د شرعي حکم له مخې په دوه ډوله دى
اول هغه چې په هغې کې نصوص وارد شوي دي
دابيا په دوه ډوله دى
اول : مشروع اوروا عمليات: لکه دماشوم ختنه کول اوداسې نور دا ډول عمليات ددين د مکملاتواو محاسنو له جملې څخه شيمرل کيږي
دويم : لکه دزنانه وو لپاره دغوږونو اوپوزې سوري کول داهم دښځو لپاره روادي دليل يې داحديث دى ( عن ابن عباس قال: “أمرهن النبي بالصدقة فرأيتهن يهوين إلى آذانهن وحلوقهن) رواه البخاري.

ژباړه : له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ښځوته په صدقه اوخيرات کولو حکم وکړ دى وايې چې ما ليدل چې دوى به خپلو غوږو نو اوغاړو ته لاسونه غزول ( خپلې غوږوالۍ  اوغاړکۍ يي صدقه کولې) داحديث امام بخاري روايت کړى دى
دويم غيرمشروع اوناجائزه عمليات :
لکه وشم (په لاسونو يا دبدن په کومه بله برخه باندې شنه ياتورخالونه په مخصوصه طريقه جوړل لکه چې په ځيني خلکوکې رواج لري ) په دې اړه الله تعالى فرمايلي دي چې شيطان داسې ژمنه وکړه ( ولأضلنهم ولأمنينهم ولآمرنهم فليبتكن آذان الأنعام ولآمرنهم فليغيرن خلق الله ومن يتخذ الشيطان ولياً من دون الله فقد خسر خسراناً مبيناً).عبدالله بن مسعود رضي الله عنه اوحسن بصري رحمه الله همدا معنا ترۍ اخلي
په حديث شريف کې راغلي (عن ابن عمر عن رسول الله : “لعن الله الواشمات والمستوشمات، والنامصات والمتنمصات، والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله)
دپورتني مقدماتې څېړنې په رڼاکې ويلى شو چې: دزينت اوجمال په خاطر په سرباندې ويښتان کرل اويا دمخ وغيره ګونجې لرې کول اويا د وروزو ويښتان نري کول لکه چې ځنې زنانه داکارترسره کوي اوداسې نور
دحکم له پلوه دابياپه دوه ډوله دى
اول :داچې يوڅوک ښه ويښتان لري دمخ ښکلايې پرځاى ده په خپل عادي حالت دى خوبيا هم کوښښ کوي په تکلفي ډول باندې مصنوعي ويښتان په سر پورې تړي اوياکومه زنانه دخپلو ورزو ويښتان نري کوي اويا خپل غاښونه نري کوي اويايې آزادوي
دوهم : داچې د يو چا دسرويښتان وتلې وي اوبيا پخپل سرباندې ويښتان کري اويايې په کومه بله طريقه علاج کوي اويايې پرمخ باندې څه عيوب راښکاره شوي وي لکه دانې، غيرعادې ګونجې ، توريدل ، يايې ځينې اعضاء عيبجن وي وي لکه لاندې باندې غاښونه شنه کيدل يايې ګوتې سره نښتې وي اوداسې نور

اول صورت داسلامي شريعت له مخې جوازنه لري اوپه دوهم صورت کې کوم حرج نشته دى اورواکاردى ـوالله اعلم

منبع : اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User