Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 4, 2011

بلوتوت څه شی دی

بلوتوت څه شی دی

ژباړه: انجینر سید حبیب شاه تړون


بلوتوت هغه بې سيمه توكى دى، چي موبايل، PDA، كمپيوټرونه او نور هغه وسايل چي يو دبل سره داړيکو نيولو قابليت ولري يو دبل سره تړي.
دبيلګي په توګه همدا اوس تازه ديو سيمينار څخه خپل كورته راغلاست ليپ ټاپ مو په لاس كي دى PDA مو ترملا تړلې او موبايل مو په چيب كي دى څنګه چي تاسي كورته رسيږى او دپرينټر ترڅنګ تيريږى نو په اتومات ډول ستاسو ليپ ټاپ كمپيوټر دبلوتوت په مرسته پرينټر پيداكوي او ستاسي هغه ياداښتونه چي تاسي په سيميناركي ليكلي وه وپرينټرته استوي او پركاغذ يې چاپوي.
اوياهم خپله كورتۍ ځړوى او ديوڅه دچښلو دپاره ديخچال خواته ځئ چي ستاسي موبايل دخبرتيا ږنګ وهي چي ستاسي مطالب دپرينټر څخه راووتل يعني تاسي كولاى سئ چي خپل مطالب ترلاسه كړئ.

دبلوتوت تاريخچه:
دلمړي ځل له پاره داريكسون سويډني كمپنۍ په 1994م كي دبلوتوت په اړه فكر وكړ او يو كم مصرفه ارزانه اړيکه  يې دموبايل او يو بې سيم سيټ ترمنځ وړاندي كړه.
دبلوتوت دانجينرۍ كار په 1995م كي پيل سو اوكوښښ وسو، چي دغه ارتباط دټولو وسائلو لپاره رامنځته كړى.
داريكسون كمپنۍ د (بلوتوت) نوم چي ديوډنماركي پاچا نوم وو ددې لپارهانتخاب كړ چي د 940 او 981 م ترمنځ يې دخپل حكومت په دوران كي په سوله ايزه توګه دډنمارك، جنوبي سويډن او شمالي ناروې ترمنځ يې ارتباطات قايم كړل چي دغه كار په تاريخ كي ده ته دارتباطاتو دقايمولو ديو ماهر اولس مشر لقب وركړ نو ځكه اريكسون شركت داښه وبلل چي زموږ دغه منځته راتلونكى تخنيك هم بايد په سوله ايز او ارام ډول دتوكو ترمنځ اړيکي  ټينګي  كړي.
اريكسون شركت پوهيدى چي يو شركت نسي كولاى، چي دغه نوى تخنيك عام او دبرياليتوب پولي ته ورسي نو ځكه يې په 1998م كي د IBM، اينټل، نوكيا، 3Com، توشيبا او مايكروسافټ سره يو پروتوكول لاسليك كړ چي دغه شركتونه به په ګډه دبلوتوت دپرمختګ او پياوړتيا دپاره كاركوي، تردې وروسته تر 2000 زياتي كمپنۍ لكه Lucent، موتورولا، او نور په دغه سازمان كي ورګډ سول.


 













دبلوتوت پېژندګلوي:
بلوتوت دراډيويي څپو په خپرولو سره دموبايلونو، ليپ ټاپ كمپيوټرونو او نورو برېښنايي وسايلو ترمنځ دارتباط نيولو دپاره كاريږي.
داترټولو ارزانه بې سيم ټكنالوجي ده چي لږ فاصله وهي او ددوو هغو وسايلو ترمنځ ارتباطات قايموي چي دغه ټكنالوجي لري دغه ټكنالوجي كولاى سي چي په بې سيم ډول پيفامونه، عكسونه اونور اطلاعات يوبل ته يوسي او راوړي. دبلوتوت راډيو په يو مايكروچيپ كي دننه ځاى پرځاى سوېده چي د 2.4GHz بېنډ فريكونسۍ باندي كار كوي.
دغه ټكنالوجي د(Spectrum frequency Hoping spread) څخه استفاده كوي چي په يوه ثانيه كي 1600 واره خپل سيګنال ته تغير وركوي تر څو نور برقي امواج دبلوتوت په څپوكي مداخله ونكړي پردې سربېره بلوتوت داطلاعاتو دتبادله كولو لپاره دمقابل طرف دپروګرام په مرسته لمړى پېژندل كيږي او بيا وصليږي ترڅو داطمينان رامنځته سي چي زه دخپل اړونده ملګري سره وصل سوم.

دغه ټكناجي دوه ډول امواج خپروي دلږي فاصلې وهونكي امواج چي كوچنى محيط ترپوښښ لاندي راولي لكه يوه خونه او ياهم زياته فاصله وهي دغه سيسټم كولاى سي چي يو په يو اوياهم يو دڅو سره ارتباطات قايم كړي.
دغه ټكناجي 720 kb/s ډېټا استوي او دلس متره په اندازه امواج خپروي (ددغه امواجو په پياوړي كولو سره كولاى سي چي تر 100 متره پوري امواج خپاره كړي) اوداتوان لري چي ددېوال يا نورو غيرفلزي توكو څخه خپل امواج هاخوا واستوي كه چيري يو دريم سيګنال دبلوتوت په امواجو كي مداخله وكړي نو داطلاعاتو انتقال قطع كيږي خو دريږي نه.بلوتوت دمختلفو وسايلو ترمنځ يومشتركه ژبه ده چي (PAN personal area network) شخصي نيټورك منځ ته راوړي اووسايلو ته دازمينه برابروي چي يودبل سره وصل سي. ننني سيسټمونه كولاى سي چي دامواجو په خپرولو سره تر اوو زياتي دستګاوي په يو بل سيسټم كي فعاله كړي.
بلوتوت لرونكي وسايل د 10 څخه تر 100 مترو پوري خپل امواج خپروي او كولاى سي چي په يوه ثانيه كي 720 كيلوبايټه اطلاعات بلي خواته واستوي كله چي په بلوتوت سمبال وسايل يوبل ته نژدې كيږي نو په اتومات ډول يو دبل سره ارتباط نيسي.
                           

منبع :نن افغانستان

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User